د مهاجرينو چارو وزارت اونيزه اداري ناسته ترسره شوه

sadam_morr
Mon, Feb 13 2023 9:39 AM
-

د مهاجرينو چارو وزارت  اونيزه  اداري ناسته د الحاج خليل الرحمن حقاني په مشرۍ د یو شمير مرکزي ریسانو په ګډون ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې د يوشمېر  مرکزي  رئيسانو د  کړنو راپورنه واورېدل شول،وروسته د وزارت د تېر کال د کړنو ارزونه وشوه او  مثبتې نقطې، موجوده ستونزې او د هغه نیمګړتیاوې واضح شوې.
همدارنګه په ناسته کې د وزارت د تشکیل او مالي کال د بودیجې په اړه خبرې وشوې او ګډونوالو خپل وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل.
 په ناسته کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت وزیر  ټینګار وکړ چې د تېر کال د کړنو نیمګړتیاو او د ضعف نقطو ته په پام سره باید په نوي کال کې اغیزمن او پر وخت اقدامات ترسره کړي.

Latest news

BACK TO NEWS