د مهاجرينو چارو وزارت او وستا موسسې ترمنځ اړمنو ته د کار موندنې په برخه کې هوکړه ليک لاسليک شو

sadam_morr
Sat, Feb 04 2023 3:02 PM
-

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او وستا موسسې ترمنځ اړمنو کورنيو ته د کار موندنې په برخه کې د سلواغې په (۱۵) مه  د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو.

ښاغلي راشد د هوکړه ليک د لاسليکولو پرمهال د پروژې په بشپړولو او شفافيت ټينګار وکړ ويې ويل، د پروژو له پلي کېدو څخه جدي څارنه، دقيق تشخيص او د اړتياوو ارزونه کولای شي په دې برخه کې اغېزمن ثابت شي.

د لاسليک شوي هوکړه ليک پر بنسټ، چې مالي لګښت يې (۶۴۸) زره او (۸۱۶) امريکايي ډالره دی، چې د چرګانو د فارمونو د ودې او پراختيا له لارې به د لوګر ولايت په ازرې ولسوالۍ کې (۱۱۵۰) راستنېدونکو کورنيو ته د کار زمينه برابره شي.

په پام کې ده، چې هرې کورنۍ ته (۳۹۵) امريکايي ډالره د هګۍ لرونکو چرګانو او د اړتيا وړ موادو په موخه ووېشل شي.

Latest news

BACK TO NEWS