د پاکستان له زندانونو څخه له  سلو زيات  افغانان خوشي شول

sadam_morr
Thu, Feb 02 2023 10:45 AM
-

تېر ماښام د پاکستان له زندانونو څخه ( ۱۱۵) افغانان خوشې شول او د قندهار ولايت د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمريت ته وسپارل شول.

د قندهار ولايت د سپين بولدک د مهاجرينو چارو د آمر په خبره د خوشې شوو بنديانو ترڅنګ د يوتن هېودوال جنازه هم وه او تر را رسېدو  وروسته د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) دفتر په همکارۍ قندهار ولايت ته ولېږل شول.

د ويلو ده، چې د تیرې یونیمې میاشتې راپدیخوا په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او د مهاجرينو چارو وزارت د اتشې په هلو ځلو د پاکستان د بېلابېلو زندانونو څخه په سلګونو افغان بنديان خوشي شوي او د مهاجرينو چارو وزارت سرحدي آمريتونو ته سپارل شوي دي.

Latest news

BACK TO NEWS