لوګر کې له سلو زياتو کورنيو سره د سرپناه د جوړولو په موخه مرستې وشوې
د دفتر له لورې د لوګر ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ د مرغومي په ( ۲۵) مه (۱۵۶) کورنيوسره د سرپناه د جوړولو په موخه مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست په همغږۍ د ذکري شوې موسسې سره په ګډه همغږۍ سروې او د مرستو لپاره په درې کټګوريو (A,B,C) کې په نښه شوې وې، چې په (A) کټګورۍ کې ورسره (۱۰) متره مکعب تېږه، څلورمتره مکعب شګه، (۷) بورۍ سيمټ، څټک، بېلچه، پيچکش، سطل او (۱۲) کيلو ميخونه مرسته شوې.