پکتيا کې د مهاجرينو لپاره نوې څانګه پرانيستل شوه

anwari_morr
-

د پکتيا ولايت د مهاجرينو چارو رياست د مرغومې په (۶) مه  د پکتيا  ولايت په ډنډې پټان ولسوالۍ کې  د افغان راستنېدونکو د نومليکنې لپاره د نوې څانګې د پرانيستې خبر ورکړ.

د سرچينې په خبره دغه څانګه د مهاجرينو چارو وزارت د مسؤلينو د پاملرنې په پايله کې پرانيستل شوه او هغه مهاجرين چې هېواد ته راستنيږي، دهمدې  څانګې له لارې به  له خپلو حقونو برخمن کېږي.