په يوشمېر ولايتونوکې سلګونو کورنيوسره بشري مرستې وشوې

sadam_morr
-

د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې په هرات، بدخشان، غزني، ننګرهار او کندز ولايتونوکې (۶۴۵) کورنيوسره نغدي او د روغتيايي کڅوړې مرستې وشوې.

د يادو کورنيو له ډلې  د (UNHCR) دفتر له لورې (۱۰۰) کورنيو هرې کورنۍ ته  يوه يوه روغتيايي کڅوړه، کورنۍ کڅوړه، د پخلنځي وسايل، کندز کې (۱۰۰) کورنيو ته يوه يوه د لمريزې برېښنا تخته او وسايل يې، هرات کې د ( آرا ) موسسې له لورې ( ۹۲) کورنيو ته  ( ۲۰۰) او (۷۰۰) امريکايي ډالره، غزني کې د (CHA) موسسې (۷) کورنيو ته (۱۶) زره، ( ۲۶) زره افغانۍ نغدې  او  په ننګرهار کې د (NRC) او (UNHCR) دفتر له لورې ( ۳۴۶) کورنيوهرې کورنۍ ته (۱۹۷۸۰) افغانۍ او (۱۵۰) امريکايي ډالره نغدې ووېشل شوې.