د مهاجرينو چارو وزارت د مرکزي او ولايتي رياستونو د مسؤلينو ترمنځ د ستراتېژيکې همغږۍ ناسته ترسره شوه

sadam_morr
Tue, Dec 20 2022 2:49 PM
-

په دې ناسته کې چې د کابل په انټر کانټيننټال هوټل کې ترسره شوه او دوه ورځې به دوام وکړي، د هېواد د (۳۴) ولايتونو د مهاجرينو چارو رياستونو رئيسانو او کار کوونکو شتون درلود، چې پکې د وزارت له مرکزي مسؤلينو سره د خپلو اړوندو پروګرامونو د پلي کېدو په اړه خبرې وشوې.

د مهاجرينو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقا. نی په خپلو خبرو کې وويل، چې د دغه وزارت چارواکي د هغو هېوادوالو  خدمت کوي، چې د مهاجرت په ديار کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او په دې ناسته کې د ستونزو دحل او پاملرنې په موخه راټول شوي دي، تر څو پوهه شي چې څرنګه خپل اړونده مسؤليتونه په ښه شان سره  سرته ورسوي.

د هغه په خبره  په هېواد کې د څو لسيزو اشغال  او نا امني، ددې لامل شوی، چې په ميليونونو هېوادوال مو مهاجر شوي، په ميليونونو مو په هېواد کې د ننه بېځايه شوي او لا هم له ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه، اوسمهال اشغال پای ته رسېدلی او موږ بايد په دې فکر وکړو، چې څنګه د اشغال له دورې پاتې ستونزې هوارې کړو.

د مهاجرينو چارو وزير وويل، د ژمي په رارسېدو سره د مهاجرينو او داخلي بېځايه شوو ستونزې مخ په زياتېدو دي، له ګاونډيو کوربه هېوادونو څخه هيله کوو چې په صبر او حوصلې سره  د هغوی کوربتوب ته دوام ورکړي. مهاجرينو او داخلي بېځايه شوي بايد د زده کړې، روغتيا، سرپنا او کور جوړولو له بنسټيزو حقونو څخه برخمن شي کوم چې د مهاجرينو د وضعيت په اړه په (۱۹۵۱) کنوانسيون کې وضغ شوي دي.

په ورته وخت کې د مهاجرينو چارو وزارت د پروګرامونو ارشد مدير انجينر محمد اجمل د مهاجرينو چارو وزارت او د ملګرو متلونو د کډوالو ادارې د ګډو پروګرامونو د پلي کېدو د څرنګوالي او همغږۍ  او د پالېسۍ متخسس عبدالمقيم افغان  د وزارت د ستراتېژيکو موخو په اړه معلومات ورکړل.

 

Latest news

BACK TO NEWS