په تهران کې د افغان مهاجرو په اړه اتمه څلور اړخيزه ناسته ترسره شوه

anwari_morr
Tue, Dec 13 2022 11:40 AM
--

د افغان  پناه غوښتونکو د حل لارو اتمه څلور اړخيزه ناسته دوشنبه د ليندي په (۲۱) مه د ا. امارت د استازي په شتون کې په تهران کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې  افغانستان په استازيتوب د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد، د ايران په استازيتوب د کورنيو چارو وزارت مرستيال ښاغلي رضا دوست، د پاکستان په استازيتوب د مهاجرينو چارو عالي کمېشنر ښاغلي سليم خان  او  د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په استازيتوب د مهاجرينو په چارو کې د ملګرو ملتونو د  اسيا او اقيانوسيه د دفتر رئيس ښاغلي اندريکا ريتواتي  شتون درلود.

په ناسته کې چې د ايران په کوربتوب جوړه شوې وه، پکې خبرې وشوې چې ملګري ملتونه څنګه خپل هېواد ته د افغان مهاجرينو په خپله خوښه ستنېدو، په افغانستان کې د هغوی د بيا يوځای کېدو او همدارنګه د افغان مهاجرينو د کوربه هېوادونو ملاتړ کوي.

Latest news

BACK TO NEWS