د مهاجرينو چارو وزير د دغه وزارت د دفترونو د کاري بهير څخه ليدنه وکړه

sadam_morr
Thu, Nov 17 2022 10:18 AM
-------------

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقان ي د لړم په (۲۵) مه د دغه وزارت د دفترونو د کاري بهير څخه ليدنه وکړه.

ښاغلي حقان ي د دفترونو نه د ليدنې پر مهال له  کار کوونکو څخه د کړنو، د پرسونل د شمېر، شته امکاناتو او د هغو ستونزو په اړه پوښتنې وکړې او اړوند مسؤلينو ته يې د يوشمېر ستونو د حل په موخه لازمې لار ښوونې وکړې.

هغه  کار کوونکو ته وويل، چې خپلې چارې دې له شرعي احکامو سره سمې او په وزارت کې دې د ديني علومو، کمپيوټر او انګليسئي ژبې  د برابرو شوو ښوونيزو برنامو څخه اعظيمه ګټه پورته کړي، په ټولو کورسونوکې  دې د حاضرۍ پابند وي او هغه څه چې تاسې ته د دندو او مسؤلينو په برخه کې در سپارل شوي، په شفاف ډول  پروخت ترسره کړئ او د وخت د ضايع کېدو څخه ډډه وکړئ.

هغه زياته کړه، چې ستاسې د دفترونو څخه ليدنه او د کاري بهير څېړنه په بېلابېلو وختونو کې زما او  د وزارت د يوشمېر چارواکو له لورې ترسره کېږي  او د ستونزې پروخت به ورته پاملرنه کېږي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS