د ايران څخه له (۴) زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د نيمروز ولايت د ورېښمو او هرات ولايت د اسلام قلعه  له لارې   د لړم  په (۲۲) مه  او (۲۳) مه  (۴۵۹۶) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.

د اسلام قلعه د مهاجرينو د آمر د معلوماتو پر بنسټ د لړم په (۲۳) مه  (۹۳۰) تنه افغان مهاجر ( ۹۲) کورنۍ، چې  (۲۹۴) تنه  کېږي  د( ۱۶۳۶) تنو مجردينو سره هېواد ته راستانه شول.

 سرچينې زياتوي، چې له ډلې يې (۴۷۲) تنه  د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.

د يو بل خبر له مخې د نميروز  ولايت د ورېښمو پل له لارې د لړم په (۲۲) مه او (۲۳) مه  (۲۶۶۶) تنه هېواد ته راستانه شوي.

د نيمروز ولايت د مهاجرينو د رئيس په خبره (۵۹) کورنۍ چې ( ۲۳۶) تنه کېږي د ( ۲۴۳۰) تنو مجردينو سره  هېواد ته راستانه شوي، چې له ډلې يې ( ۷۳۷) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.