د وزارت مسؤلين بايد د ورسپارل شوو دندو په ترسره کولو کې جدي او رښتني وي

sadam_morr
Tue, Nov 08 2022 2:08 PM
=

د  مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن د عقرب  په ( ۱۷) مه د دغه وزارت  چارواکو ته وويل، چې ټول بايد په خپلو دندو کې جدي او رښتني وي.

هغه زياته کړه، چې له مراجعينو سره په مهربانۍ چلند وکړئ او  د امکان تر حده هڅه وکړئ، چې دهغو غوښتنې پوره کړئ.

ښاغلي حقاني زياته کړه، چې د کارکوونکو صورت او سيرت بايد د شريعيت له لارښوونو سره سم وي او د ادارې هرکار کوونکی بايد د خپلو نيمګړتياوو د سمولو ترڅنګ نوروته هم سالمې لارښوونې وکړي او  له مناسبو شرايطو څخه په استفادې د دين د احکامو په زده کړې زيار وباسي.

هغه د وزارت مسؤلين او  کار کوونکي د خلکو خدمتګاران وبلل ويې ويل، موږ او تاسې هر يو بايد خپله دنده په ښه توګه ترسره کړو او د هرې ادارې رئيس د خپلې برخې د څارنې مسؤليت او مکلفيت لري.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS