د ايران څخه له درې زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr

د نيمروز ولايت د ورېښمو پل  له لارې   دلړم  په ( ۵)  مه  او (۶) مه  (۳۷۷۹) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.

د نميروز  ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو پر بنسټ په يادو راستنېدونکو کې  (۹۸) کورنۍ چې ( ۳۹۴) تنه کېږي د( ۳۳۸۵) تنو مجردينو سره هېواد ته راستانه شول.

د سرچينې په خبره د ياد کورنيو له ډلې (۱۴) کورنۍ چې پکې ( ۴۷) نارينه، (۴۷) ښځينه د  ( ۲۲) تنو نورو مجردينو سره  د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.