د ايران څخه له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr

د نيمروز ولايت د ورېښمو پل  له لارې   دلړم  په ( ۴)  مه  (۲۵۱۲) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.

د نميروز  ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو پر بنسټ په يادو راستنېدونکو کې  (۵۳) کورنۍ چې ( ۲۳۷) تنه کېږي د( ۲۳۵۵) تنو مجردينو سره هېواد ته راستانه شول.

د سرچينې په خبره د ياد کورنيو له ډلې (۱۰) کورنۍ چې پکې ( ۲۳) نارينه، (۱۸) ښځينه د  ( ۱۷) تنو نورو مجردينو سره  د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.