ميدان وردګو کې د بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو په موخه تخنيکي ورکشاپ ترسره شو

sadam_morr
-

په ميدان وردګو کې د داخلي بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو لپار د ولايتي عمل پلان د جوړېدو په موخه د تلې په (۲۶) مه تخنيکي ورکشاپ ترسره شو.

په دغه ورکشاپ کې، چې د دولتي ادارو او همکارو مرستندويه بنسټونو د استازو په ګډون ترسره شو،لومړی د ميدان وردګو ولايت والي الحاج محمد امين عمري خبرې وکړې او دعملياتي پلان په ترتيب او چمتو کولو کې يې د اړوندو ادارو او همکارو مرستندويه بنسټونو په همغږۍ ټينګار وکړاو په دې برخه کې يې د همکاريو ډاډ څرګند کړ.

ورپسې  د مهاجرينو چارو وزارت د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو رئيس مولوي سردار محمد شېرزاد  د ولايتي عمل پلان د موخو،اهميت، ليد لوري، داخلي بېځايه شوو ته پروخت د خدماتو په وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې.

وروسته د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي د بېځايه شوو د پالېسۍ د تګلارې او د ولايتي عمل پلان د جوړولو په اړه د ورکشاپ ګډنوالو ته معلومات ورکړل.

همدارنګه په ورکشاپ کې ډله ييز کار ترسره شو او د ورکشاپ ګډنوالو د بېځايه شوو د وضعيت او د هغو ستونزو ته په کتو سره د ياد پلان د پراختيا په موخه خپل نظريات او وړانديزو وړاندې کړل.

د پکتيا ولايت استازو د مهاجرينو چارو وزارت د کړنو او همکاريو څخه مننه وکړه او په دې برخه کې يې د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ.

د يادونې وړه ده، چې تخنيکي ورکشاپونه، د ولايتي عمل پلان جوړول او  د داخلي بېځايه شوو بيا يوځای کېدل د مهاجرينو چارو وزارت  او د (UNHCR) دفتر د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې د ياد دفتر په مالي لګښت ترسره کېږي.