د خوست ولايت د مهاجرينو ښارګوټي تخنيکي ارزونه وشوه

sadam_morr
-

د مهاجرينو  چارو وزارت د پلاوي له خوا  د تلې په ( ۱۷) مه د خوست ولايت د مهاجرينو ښارګوټي تخنيکي ارزونه وشوه.

خوست  ولايت ته د لېږل شوي پلاوي د معلوماتو پربنسټ د خوست  ولايت د مهاجرينوقلموال  ښارګوټی د خوست ښار څخه په لس کيلومترۍ  کې موقعيت لري، چې تفصيلي اصلاحي پلان پکې پلي شوی.

د پلاوي په خبره په ياد ښارګوټي کې ( ۲۰۴۳) نمرې په نظر کې نيول شوي او اوسمهال ۱۲۲۸) نمرې وېشل شوي.

 سرچينې زياتوي چې د ښارګوټي څه سرکونه چغل اندازي شوي او څه يې همداسې خام پاتې دي او (۱۰) سلنه ځمکه د غاصيبونو له لورې غصب شوېده.

د مهاجرينو ښارګوټي  تخينکي ارزونه د (UNHCR) دفتر د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې  ترسره کېږي.