د مهاجرينو چارو وزارت د مرستو د همغږۍ رئيس معرفي شو

sadam_morr
Mon, Sep 26 2022 3:22 PM
-

شيخ  عبدالرحمن رحماني  د رياست الوزرا  د ( ۲۵/۲/۱۴۴۴) کال د ( ۵۳۴) ګڼه  فرمان پر بنسټ د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرستو د همغږۍ د رئيس په توګه د  يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کي  دوشنبه د تلې په (۴) مه د وزارت کارکونکو ته ورمعرفي شو او رسماً يې پر کارپيل وکړ.

 په يادو مراسموکې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي  د مرستو د همغږۍ رئيس ته د ښې روغتيا او په کارونو کې د  برياليتوب هيله وکړه او زياته يې کړه چي دغه رياست د مرستندويه بنسټونو له خوا د مرستو د راجلبولو مسؤليت لري او دا مسؤليت د شيخ عبدالرحمن په څېر د وړشخصيت لرونکي شخص کار دی چې پرمخ يې يوسي.

همدارنګه مالي او اداري مرستيال ښاغلی رحماني د هېواد په کچه يو علمي شخصيت وباله او په تېرو څو کلونو کې يې مجاهدينو او مهاجرينو ته د هغه خدمتونه د ستايلو وړ وبلل.

Latest news

BACK TO NEWS