د مهاجرينو چارو وزير اړمنو ته دخدمت کولو په جدي کار ټيڼګار وکړ

sadam_morr
Sun, Sep 18 2022 3:39 PM
ــــــ

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت اداري ناسته د وږي په ( ۲۷) مه ترسره شوه، چې پکې د اداري  فعاليتونو د لاهمغږۍ، اړمنو ته دخدمت کولو په جدي کار ، د بيا يوځای کېدو پروګرام دڅرنګوالي په پلي کېدو  په اړه خبرې وشوې.

په ناسته کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني، مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي، مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد، سلاکارنو ، رئيسانو د بېلابېلو برخو مسؤلينو  شتون درلود.

ناسته د وزارت د حقوقي سلاکار قاري محمود شاه د قران عظيم الشان د مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه او د بېلابېلو برخو مسؤلينو دخپلو فعاليتونو او دندو په اړه معلومات ورکړل.

د مهاجرينو وزير اړمنو کورنيو ته دخدمت کولو په جدي کار کولو ټينګار وکړ او د وزارت د بېلابېلو برخو مسؤلينو ته يې لارښوونه وکړه، چې له اړمنو سره دې د مرستو رسولو په برخه کې په رښتني توګه لازياته همکاري او کار وکړي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS