د مهاجرينو په ښارګوټو د ستونزو د څېړلو په موخه ناسته وشوه

sadam_morr
Tue, Sep 13 2022 3:00 PM
sadam anwari
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد سې شنبه د وږي په (۲۲) مه د انجينيرۍ خدمتونو د رئيس او کار کوونکو سره د مهاجرينو په ښارګوټو کې دشته ستونزو په اړه خبرې وکړې.
په ناسته کې په ښارګوټوکې د پراختيايي پروګرامونو د پلي کېدو په اړه هم خبرې وشوې او مسلکي مرستيال په ښارګوټوکې بنسټيز او پراختيايي پروګرامونه د راستنېدونکو د بيا يوځای کېدو په برخه کې مهم وګڼل.
د ياد رياست مسؤلينو د بوديجې نه تخصيص، د سکتوري ادارو د همکاريو ټيټوالی، د ټولنې د ټيټ کشر لپاره د د ښارګوټو نه تخصيص، د کارموندنې د ميکانيزم نشتوالی او په ښارګوټوکې د ځمکې غصب هغه ستونزې يادې کړې، چې د بنسټيزو او پراختيايي پرو ژو د نه پلي کېدو لامل کېږي.

Latest news

BACK TO NEWS