بدخشان کې لسګونو کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr
محمد اشرف حنیفی

د وردج ولسوالۍ ( ۷۲) زيانمنو شوو او راستنېدونکو کورنیوسره د وږي په (۵) مه د بدخشان ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمريت له لورې مرستې وشوې.

يادو کورنيو هرې کورنۍ ته د سروې وروسته د (ACTED) موسسې له لورې (۲۴۵۷۰) افغانۍ ووېشل شوې.