غزني: ښاغلي حقاني د غزني ولایت، ثقافتي مرکز کې د بې ځایه شوو له میشت ځای څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
Fri, Aug 26 2022 10:10 PM
_________
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني په غزني ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله بې ځایه شوي کورنۍ، چې ددغه ولایت په ثقافتي مرکز کې میشت شوي؛ لیدنه وکړه
ښاغلي حقاني له یادو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه او اړونده کمېټې ته یې سپارښتنه وکړه، چې ددوی اړتیاوې دې په ګوته او په عاجله توګه دې یې ورپوره کړي
په دغه میشت ځای کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون نږدې ۳۰۰ تنه میشت دي، چې له ځینو کورنیو سره یې نغدي مرسته هم وشوه

Latest news

BACK TO NEWS