د مهاجرینو چارو وزیر د زلزله ځپلو سره د مرستو له بهیر څخه څارنه وکړه

sadam_morr
Mon, Jun 27 2022 8:35 AM
sadam anwari
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ او پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې له زلزله ځپلو سره د مرستو بهیر څارنه وکړه، د مرستو د ویش لپاره ټاکل شوو کمېټو کاري راپور یې واورېد او هغوی ته یې لازمې لارښوونې وکړې
ښاغلي حقاني په سپېرې ولسوالۍ کې له ازرو کلي څخه، چې د زلزلې له امله زیانمن شوي و؛ هم لیدنه وکړه او هلته یې له علماءو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه، د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ
د یادونې وړ ده، چې د محترم رئیس الوزراء د امر سره سم د مهاجرینو چارو وزیر، د حوادثو د مخنیوي مرستیال وزیر او د روغتیا وزیر له اولې ورځې څخه په سیمه کې شتون لري او د مرستو رسولو ټول کارونه له نږدې څاري

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS