هوډ لرو، چې په نږدې راتلونکې کې مو هیوادوال د هیچا مرستې ته اړمن پاتې نشي

sadam_morr
Fri, Apr 15 2022 8:28 PM
sadam anwari
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني پکتیکا ولایت ته ددغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د کارونو د ارزونې په موخه سفر وکړ
ښاغلي حقاني د پکتیکا ولایت والي ښاغلي مولوي عبدالله مختار او یو شمېر نورو چارواکو سره هم ولیدل
هغه دغه راز په نږدې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو د چین هیواد بشري مرستې هم وویشلې
د ویش پرمهال د پکتيکا ولايت والي مولوي عبدالله مختار ددغه ولایت د مهاجرینو رياست د کارونو له روڼتيا څخه خوښي څرګنده کړه او د هر راز همکارۍ ډاډ يې ورکړ
ښاغلي حقاني د خپلو خبرو پردوام وویل: هوډمن یو، چې په نږدې راتلونکې کې به مو هیوادوال د هیچا مرستو ته اړمن پاتې نشي
نوموړي زیاته کړه، په پوره توان کوښښ کوو چې د هيواد لرې پرتو سيمو ته مرستې ورسوو نوموړي په پای کې د چين هيواد د مرستو څخه مننه وکړه.
يادې کورنۍ د ګډ پلاوي له لورې په نښه او د مرستو لپاره وړ پيژندل شوې وې چې نن ورسره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS