په کابل کې (588) يتيمانو او معلولينو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

sadam_morr
_
په کابل کې د اسلاميک ريليف موسسې له خوا د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ له (588) يتميانو او معلولينو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په دغه مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره 60 کيلو وړه, 14 کيلو دال, 6 ليتره غوړي, 6 کيلو بوره, 29 کيلو وريجې او يو کيلو مالګه په پام کې نيول شوې وه.