د کډوالو چارو وزیر په زابل ولایت کې پر اړمنو او بې ځایه شوو کورنیو د مرستو ویش پیل کړه.

sadam_morr
Mon, Feb 21 2022 11:12 AM
ـــــــ
 
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني په مشرۍ مل پلاوي زابل ولایت کې له ۶۰۰ اړمنو کورنیو سره د مرستو د وېش لړۍ پيل کړه چې هرې کورنۍ ته به اوړه، غوړي، د خوراکي توکو بېلابېلې کڅوړې، ۵۰۰ افغانۍ نقدې او ژمني توکي چې د الخدمت خيريه بنسټ له لورې سپارل شوي ورکول شي.
ښاغلي حقاني د دې مرستو د وېش لړۍ د زابل ولایت د والي ښاغلي ملاعبدالله عبدالله، امنیه قومندان ښاغلي ایوب اخندزاده، د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس مولوي حمدالله صمیم او یو شمېر نورو چارواکو په شتون کې پیل کړه.
ښاغلي حقاني د زابل ولايت د درنو ولسونو، سپين ږيرو، عالمانو او د بېځایه شوو د استازو سره هم وليدل د هغوي ستونزې يې واوريدې او د هر راز همکارۍ ډاډ يې ورکړه.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS