کابل کې (٥٠٠) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

sadam_morr
_____
١٤٠٠کال، د سلواغې ،(٢٤) مه، کابل: افغانستان
د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې په نوم موسسې لخوا د کابل په نهمې ناحیې کې (٥٠٠) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د دغو مرستو د وېش پر مهال د يادې موسسې رئيس حاجي محمد عالم شهاب وويل: موږ په افغانستان کې د څلورو لسسیزو راهیسې په بېلابېلو برخو کې مرستې کو او د اسلامي امارات د واکمنېدو له پیله مو دغه لړۍ جاري ساتلې او په راتلونکي کې به هم خپلو مرستو ته دوام ورکوو.
د هغه په وينا،په ننيو مرستو کې(١٨) کيلو وړه،(٥) لېتره غوړي،(٧) کيلو وريجې(٥) کيلو بوره،(٥) کيلو لوبيا او نيمه کيلو چای شامل دي.
دغه راز د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې موسسې له مشرتابه او جرمني له خلکو ځانګړې مننه وکړه ويې ويل: دې موسسې د اسلامي امارت د واکمنېدو له پيل راهيسې له زرګونو بې وزله هېوادوالو سره مرستې کړي او په راتلونکي يې هم د نورو مرستو د دوام ژمنه کړې ده.
ښاغلي رحميزي له ټولو نړيوالو او کورنيو مرستندويه ادارو څخه وغوښتل چې ددې موسسې په څېر دې اړمنو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، ترڅو په هېواد کې د بېوزله وګړو په شمېر کې کموالی رامنځته شي.