الحاج خليل الرحمن حقاني د يو پلاوي په مشرۍ لوګر ته سفر وکړه

sadam_morr
Thu, Jan 13 2022 7:50 PM
الحاج خليل الرحمن حقاني د يو پلاوي په مشرۍ لوګر ته سفر وکړه
 
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني پنجشنبه د مرغومي په (٢٣) مه د پناه غوښتونکو مرستیال قاري محمود شاه او ورسره مل پلاوي په مشرۍ لوګر ولايت ته سفر وکړه او په دغه ولایت کې یې د راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو، اړمنو اومستحقو کورنیو ستونزې او ننګونې واورېدې.
ښاغلي حقاني د دغه ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه، په دغه ولایت کې یې (٢٠٠) اړمنو اومستحقو کورنیو ته مرسته ووېشله او ټولو کارکوونکوته یې سپارښتنه وکړه ویې ویل، د مرکزي ادارې سره په ګډه همغږۍ اوهمکارۍ هڅه وکړۍ،چې د لرې پرتو سيمو اړمنو اومستحقو کورنیو ته رسیدګي وکړﺉ او مرستې په شفاف او عادلانه ډول ورسوئ.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني په دغه سفر کې د لوګر ولايت د والي سره لیدنه وکړه او د راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو او اړمنو کورنیو ستونزو ته د لاسرسي په اړه یې خبرې وکړې.
الحاج خليل الرحمن حقاني د يو پلاوي په مشرۍ لوګر ته سفر وکړه

Latest news

BACK TO NEWS