د نیمروز ولایت میلک له لارې (٨٠٣) افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شول

anwari_morr
Morr

د نیمروز ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست دمسؤلینو په وینا د مرغومي په (١٦)مه د میلک له لارې (٨٠٣) تنه هېواد ته راستانه شوي دي.

هغه کورنۍ چې ډېرې بېوزله او دمرستو مستحقې وې له ډلې یې(١٥) کورنۍ،چې (٢٩) نارینه،(٢٥) ښځينه او (٤٠٥) کسان مجردین چې، ډېر بېوزله و، دمرستو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)ته ورو وپېژندل شو.

په دغوکورنیو کې (٢٠)کورنۍ او(٥٣١) مجردین په جبري ډول او (٥) کورنۍ او (١٨١) مجردین په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.