کابل کې (٦١٨) اړمنو او بې ځايه شوو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې(UNHCR) له لورې دکابل ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ (٦١٨) اړمنو او بېځايه شوو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.
د دغو مرستو د وېش پرمهال د کابل دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي وويل: د ننۍ برنامې په ترڅ کې دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې لخوا هرې کورنۍ ته (٢٦٥) امريکايي ډالر ورکول کېږي او له يو شمېر نورو کورنيو سره به په راتلونکي کې هم مرستې وشي.
نوموړي د يونسيار په ګډون د ټولو کورنيو او نړيوالو خېريه بنسټوو له مرستو څخه ځانګړې مننه وکړه او ويې ويل: اوس په ټول هېواد کې امن دی او ټول خېريه بنسټونه او نړيوال مرستندويه سازمانونه کولای شي د افغانستان ګوډ، ګوډ ته خپلې مرستې ورسوي