د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال د لغمان ولايتي چارواکو سره وکتل

sadam_morr
Sun, Oct 24 2021 6:50 PM
_____________

د کډوالو او راستنېدونکو وزارت د پناه غوښتونکو چارو مرستیال قاري محمود شاه د يو پلاوي په مشرۍ لغمان ولايت ته د رسمي سفر په لړ کې د دغه ولايت د مرستيال والي، امنيه قومندان او د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس مولوي غلام رحمان بلال سره وکتل.

د ياد سفر موخه د هغه ځمکو د غصب مخنيوی دی کوم, چې په دغه ولايت کې کډوالو ته ځانګړې شوې وې.

د ياد سفر په جريان کې د دې وزارت د پناه غوښتونکو چارو مرستيال د لغمان مرستيال والي سره د لېدنې پر مهال وويل: موږ به ډېر ژر د یوه ځانګړي کمیسیون له لوري هغه ځمکې له غاصيبینو واخلو چې د کډوالو لپاره ځانګړې شوې وې.

د لغمان ولایت مرستیال والي وویل: د کډوالو وزارت سره د ښارګوټي د غضب او نور مسایلو د حل په برخه کې همکاریو ته چمتو یو.

 

Latest news

BACK TO NEWS