د کابل نوي ښار پارک څخه د 200 څخه زياتې کورنۍ خپلو اصلي مېنو ته ولېږدول شوې

sadam_morr
Sat, Oct 09 2021 5:29 PM
____________

1400کال، تلې، 15مه، کابل؛ افغانستان

د کابل نوي ښار پارک څخه (255) بې ځايه شوې کډوال د  خپلې خوښې ستنېدنې برنامې له لارې خپلو اصلي کورنو ته ولېږدول شول.

په دغه برنامه کې د ګډون پرمهال د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزرات، مالي او اداري مرستيال ښاغلي محمد ارسلا خان خروټي وویل: د دې برنامې له لارې (255) بې ځايه شوي کډوال، چې د بلخ، کندز، سمنګان او سرپل ولايت اوسېدونکي دي، لېږل کېږي.

هغه زياته کړه، ددې برنامې له مخې د هرې کورنۍ سره د يونين ايډ موسسې او افغان مېرمنو رضا کاره بنسټ (10) زره افغانيو او ترانسپورټ او د ترکيې اميد سترګې موسسه د خوراکي توکو مرسته کوي.

هغه له ټولو نړيوالو او کورنيو خېريه بنسټونو له مرستو څخه ځانګړی مننه وکړه او و يې وويل: له موسساتو او خېريه بنسټونو سره يې خبرې کړي؛ ترڅو د بې ځايه شويو خلکو لپاره په خپلو سېمو کې د اوسېدو زمينه هم برابره کړي.

د کابل د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي وويل: د کابل نوي ښار پارک څخه د داخلي بې ځايه شويو کډوالو د لېږد پروسه چې څو موده وړاندې پيل شوې وه؛ نن پای ته ورسېده.

د هغه په وينا، ددې پروسې له مخې (1005) کورنيو سروی شوې وې، چې د بېلابېلو موسساتو په مرستو مو خپلو سېمو ته ولېږدولې.

د يونين ايډ موسسې رئيس امجد ساپي د کډوالو او راستنېدونکو وزارت له رهبرۍ څخه ځانګړې مننه وکړه او وويل: ددې وزارت سره په ګډه کار کوي؛ ترڅو اړمنو هېوادوالو او بې ځايه شويو کډوالو ته په وخت خپلې مرستې ور ورسوي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS