له 200 کورنيو څخه زيات بې ځايه شوي کډوال خپلو کورنو ته ستانه شول

sadam_morr
Fri, Oct 08 2021 6:35 PM
____________

1400کال، تلې، 16مه، کابل: افغانستان

د کابل خېرخانې پارک څخه (240) بې ځايه شوې کورنۍ د خپلې خوښې برنامې له لارې خپلو اصلي مېنو ته ستنې شوې.

د دغو کورنيو د انتقال پرمهال د کابل کډوالو او راستنېدنکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي وويل: د دغې برنامې له لارې د يونسيار ادارې له خوا هرې کورنۍ ته (200) امريکايي ډالر او ترانسپورټ او د الکوزی نړيوال شرکت لخوا د غرمې او ماښام ډوډۍ په پام کې نيول شوې ده.

هغه زياته کړه، په دغو کورنيو کې د کندز او بغلان ولايت اوسېدونکي او ترانسپورت وو او د نورو ولايتونو اوسېدونکي به هم په راتلونکو ورځو کې انتقال شي.

په پای کې ښاغلي رحيمزي د ټولو نړيوالو او خېريه بنسټونو او سازمانونو د مالي مرستو څخه ځانګړې مننه وکړه او د داخلي بې ځايه شويو او اړمنو خلکو سره يې د دوی مرستې ډېرې ګټورې وبللې.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS