د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزرات مرستيال د حبيب خېريه بنسټ له مشر سره وکتل

sadam_morr
Wed, Oct 06 2021 7:26 AM
_____________

1400کال، تلې، 14مه، کابل؛ افغانستان

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال محمد ارسلا خان خروټي د حبيب خېريه بنسټ له مشر محمد نديم احمد سره وکتل.

په دغه کتنه کې د ددې بنسټ مشر ښاغلي خروټي ته د نوي دندې مبارکي ورکړه او د ياد بنسټ له لوري يې د (250) ټنه خوراکي توکو مرسته هم اعلان کړه.

هغه همداراز ژمنه وکړه, چې په راتلونکي کې به په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو دوام ورکړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال محمد ارسلا خان خروټي د حبيب خېريه بنسټ د مشر له راتګ او مرستو څخه ځانګړی مننه وکړه او وويل: هېوادوال مو په اوسنيو حالاتو کې د خېريه بنسټونو مرستو ته ډيره اړتيا لري.

هغه زياته کړه، زموږ د وزارت رهبري شپه او ورځ کار کوي، چې ټول داخلي بې ځايه شوي خپلو اصلي مېنو ته ستانه کړي او هغوي ته د داخلي او خارجي موسساتو او خېريه بنسټونو د اړينو خوراکي او غيري خوراکي توکو مرستې وروسوي.

Latest news

BACK TO NEWS