له 200 څخه زیاتې بې ځایه شوې کورنۍ له کابل څخه خپلو مېنو ته انتقال شوې

sadam_morr
Mon, Oct 04 2021 2:28 PM
____________

1400کال،تلې،12مه، کابل:افغانستان

د کابل نوي ښار پارک څخه د کندز او بغلان ولایتونو (215 ) بې ځایه شوې کورنۍ په خپله خوښه خپلو اصلي مېنو ته ستنې شوې.

د کابل د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس قاري عبدالمتین رحیمزي د يادو کورنيو د انتقال پر مهال وویل: په دغو کورنيو کې (132) د کندز او (83) کورنۍ د بغلان ولایت اوسېدونکي دي.

هغه زیاته کړه، چې د هرې کورنۍ لپاره، یونین ایډ او رضا کار افغان میرمنې بنسټ لخوا لس زره افغانۍ، ترانسپورټ او خوراکي توکي په پام کې نيول شوي دي.

د داخلي بې ځایه شویو د دایمي حل د چارو رئيس مولوي شمال خان عثماني وویل، له کابل څخه خپلو ولایتونو ته د بې ځایه شویو د لیږد په اړه د کډوالو چارو وزارت رهبري هوډ لري, چې ټول بې ځایه شوي کسان له دوو څخه تر دریو اونیو په لړ کې د کابل نوي ښار پارک او نورو ناحیو څخه خپلو اصلي مېنو ته انتقال کړي.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS