کابل کې په خپله خوښه ستنېدو برنامه کې ۱۸ بېځايه شویو کورنيوسره نغدي او خوراکي موادو مرستې وشوې

sadam_morr
Tue, Sep 28 2021 10:27 PM
__________

د افغانستان د اسلامي امارت د برنامې له مخې ، پرون دوشنبه د میزان د میاشتي په 5 مه، د کابل ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست له لورې د بامیانو او دایکندي ولایتونو څخه بې ځایه شوي خلکو ته په خپله خوښه دستنیدو لپاره 10،000 زره افغانۍ او خوراکي توکو وویشل شول.

د کابل ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رییس ، قاري عبدالمتین رحیمزي وویل: افغانستان خپله دنده لري چې دغو کورنیو ته د سوله ییز ژوند شرایط برابر کړي او دوی ته اړینې بشري مرستې وویشي.

هغه زیاته کړه: "پدې برخه کې ، هغه کورنۍ چې نن بیرته خپلو اصلي ځایونو ته ستنیږي ، د یونین او رضا کار افغان موسسی له سروې وروسته ، اړین موټر په کرایه نیولي او سربیره پردې ، هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ نغدې ورکړې. همدارنګه ، د افغان ماشومانو لپاره د آلمان کمیټه 18کیلو اوړه ، 5 لیتره غوړي ، 10 کیلو وریجې ، 8کیلو بوره ، ۵ کیلو دال او نیم کیلو چای ویشل شوی ده.

____________

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS