په کابل ولايت کې د بېځايه شوو د ستونزو د حل په موخه د ارزونې کمېټې ناسته ترسره شوه

sadam_morr
Mon, Sep 27 2021 12:52 PM

دکابل ولايت د وروستيو د داخلي بېځايه شوو د ستونزو دحل په موخه د کابل ولايت دکډوالو چارو رياست د اروزنې کمېټې ناسته  ترسره کړه.

ياده ناسته چې دنړيوالو مرستندويه موسسو استازوپکې برخه اخيستې وه، دکابل ولايت دکډوالو چارو رييس قاري عبدالمتين رحيمزي دبېځايه شوو کورنيو ستونزو ته په اشارې سره وويل:يادو داخلي بېځايه شوو کورنيوسره بايد بشري مرستې ترسره شي او بېرته خپلو اصلي سيموته د ستنېدو په برخه کې ورسره لازمه همکاري وشي او په دې برخه کې يې د نړيوالو مرستندويه ادارو څخه دمرستې غوښتنه وکړه.

رحيمزي زياته کړه غوره ده چې پلان، برنامې، سروې او دمرستو وېش دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د ياد رياست  چارواکو سره په ګډې هوکړې او همغږۍ ترسره شي.

وروسته په ناسته کې د برخې اخيستونکو بنسټونو استازو ژمنه وکړه چې د داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو په برخه کې به خپل ټول فعاليتونه د کډوالو چارو وزارت او د ياد رياست چارواکو سره په ګډه همغږۍ او همکارۍ ترسره کوي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS