په شهر نو پارک کې ١٥٢بېځایه شووکورنیو ته بېړنۍ بشري مرستې ووشل شوې

دکابل ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ دیوشمېر نړیوالومرستندویه ادارو له لورې په شهرنو پارک کې ١٥٢بېځایه شوو کورنیو سره لېړنۍ بشري مرشتې وشوې.
دپنجشنبې په ورځ دزمري په ٢١مه هرې کورنۍ ته له یوې سروې وروسته یوه کڅوړه خوراکي مواد چې پکې اوړه،غوړي،مالګه ،دالنخودشامل و او ١٤٠٠٠ افغانۍ نغدې او یوه یوه روغتیایي کڅوړه ووېشل شوه.
یادې کورنۍ دطالبانودجګړو له امله د بدخشان، بغلان،کندز او تخار ولایت څخه کابل ښارته پنا را وړې وه .
سربېره پردې دسروې،مرستو او دشهرنو او سرای شمالي پارک څخه دبېځایه شوو لېږد لنډمهاله لړۍ مناسبو ځایونو ته دوام لري.