د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو مرستيال دمرستندويه ادارو په لا زياتې همغږۍ ټينګار وکړ

sadam_morr
Sat, Aug 07 2021 7:07 AM
_________________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو مرستيال شېر علم امله وال چې داخلي بېځايه شوو ته د برېښنا يي پېژند پاڼو دوېش لړۍ د پرانيستې په موخه يې بلخ ولايت ته سفر کړی، په دغه ولايت کې د مرستندويه ادارو له استازو سره يې ليدنه کړې اود داخلي بېځايه شوو ته غوره مديريت او لاسرسي په اړه يې د دواړو ادارو په لازياتې همغږۍ ټينګار وکړ.

په دغه ناسته کې چې د پنجشبنې په ورځ د زمري په ۱۴مه د بلخ ولايت دکډوالو چارو رياست کې ترسره شوه،نړيوالو مرستندويه ادارو د داخلي بېځايه شوو لپاره د دوی د فعاليتونو او برنامو په اړه معلومات وړاندې کړل او ژمنه يې وکړه چې اړمنو کورنيوسره به د مرستو لپاره هرډول هڅې وکړي.

په دغه ناسته کې (OCHA)، خوراک نړيوال سازمان (WFP)، دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR)، (UNICEF)، کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM)، ډنمارک د کډوالوکمېټې (DRC)، اکتېد اويوشمېرنورو پلي کوونکو ادارو استازو شتون درلود.

ښاغلي امله وال داخلي بېځايه شوو ته د په شفافه او عادلانه توګه د مرستو په وېش ټينګار وکړ او د موسسو څخه يې غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره همکاري وکړي.

نوموړي همدارنګه داخلي بېځايه شوو ته د برېښنايي پېژندپاڼو وېش په دفترونوکې د فشار او خوځښت په مخنيوکي کې مهم وباله.

دغه ناستې په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستيوپېنځلس ورځوکې د ناامنيو له امله له ۱۲۰ زرو تنو څخه ډېرخلکو خپل کورونه پرېښي او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په مشرۍ او څارنۍ ورته د يوشمېر ملي او نړيوالو مرستندويه ادارو له لوري بشري مرستې وېشل شوي دي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS