د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو مرستيال د بشري مرستو د وېش په لا روڼتيا ټينګار وکړ

sadam_morr
Sat, Aug 07 2021 6:32 AM
________________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو مرستيال شېر علم امله وال بلخ ولايت ته په خپل سفرکې د پنجشنبې په ورځ د زمري په ۱۴مه د بلخ ولايت دکډوالو چارو رياست کارکوونکو سره ليدنه وکړه، د دوی ستونزې او ننګونې يې واورېدې او دبشري مرستو د وېش په لا روڼتيا يې ټينګار وکړ.

د بلخ ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست سيمه ييزو چارواکو دخپلودندو په اړه معلوماتو چمتوکولو پرمهال، د دوی کاري مسؤليت انساني او بشري ژمنې سره په اوسني وضعيت کې د اړو خلکو پاملرنه بيان کړه.

ښاغلي امله وال دبلخ ولايت دکډوالوچارو رياست اداري کاري وضعيت ښه کولو په برخه کې اړينې لارښوونې وړاندې کړې ويې ويل: په اوسني وضعيت کې چيرې چې موږ يوشمېر هېوادوالو خپل کورونه پرېښي او زموږ خدماتو ته سترګې په لاردي، موږ بايد د دوی دمخنيوي لپاره په پوره صداقت او مسؤليت سره کار وکړو.

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو مرستيال بلخ ولايت ته د داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو ته د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش لړۍ د پرانيستې په موخه سفر کړی او دا لړۍ د دغه ولايت د يوشمېر سيمه ييزو حکومتي چارواکو په شتون کې پيل شوه.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS