کډوالو وزارت اوالتقوا د لوړو زده کړو موسسې دکډوالو دعلمي څېړنې په برخه کې هوکړه لیک لاسلیک کړ

sadam_morr
Wed, Jun 16 2021 4:29 PM
_________

دالتقوا دلوړو زده کړو موسسې درهبرۍ پلاوي دکډوالو او راستنېدونکو جارو وزارت دپالېسۍ او پرو ګرامونو دپلي کېدو معین شېر علم امله وال سره دغبرګولي په ٢٦مه لیدنه وکړه او د کډوالو دعلمي څېړنې په برخه کې یې هوکړه لیک لاسلیک کړ.

دغه هوکړه لیک دکډوالو وزارت دپالېسۍ او پروګرامونو دپلي کېدو مرستیال او د التقوا دلوړو زده کړو موسسې رییس ترمنځ لاسلیک شو ترڅو د دکډوالۍ په برخه کې ګډو علمي او څېړنیزو اهدافو ترلاسه کولو لپاره په څېړنیزو او ساینسي چارو کې د دواړو څانګو ترمنځ همکاري وکړي.

په هېواد کې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو پراختیا وروسته ، د وزارت پالېسۍ او پلي کولو مرستیال وویل چې د کډوالو، بې ځایه شوو اوبېرته راستنېدو بحران ته د دایمي حل لارو لپاره دهوکړه لیک لاسلیک کول مهم دي. .

دیادپوهنتون پلاوي د دواړو ادارو په لازیاتې همکارۍ ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې دالتقوا دلوړو زده کړو موسسې رییس ښاغلي امله وال ته د دندې مبارکي وویله او دولسمشر څخه یې مننه وکړه چې په دولتي ادارو کې علمي کادرونه په دندو ګماري.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS