دپالېسۍ او پرو ګرامونو دپلي کېدو مرستیال دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې دشرقي زون د دفتر مسؤل سره لیدنه وکړه

anwari_morr
Tue, Jun 08 2021 10:33 AM
_____________

 دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپالېسۍ او پرو ګرامونو دپلي کېدو مرستیال شېرعلم امله وال دغبرګولي په ١٦مه دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې دشرقي زون د دفتر له مسؤل سره لیدنه کړې وه  او په دغه ولایتونو کې دمېشتو راستنېدونکو او داخلي بېځایه شوو وضعیت ته درسېدو په موخه یې خبرې وکړې.

په دې ناسته کې د دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې مسؤل د داخلي بېځایه شویو او راستنېدونکو لپاره د مدیریت او پاملرنې په برخه کې د هغه د فعالیتونو او برنامو په اړه معلومات ورکړل او د ختیځ زون د کډوالو چارو ریاست سره یې د دفتر په ښې همغږۍ خوښي څرګنده کړه. ښاغلي امله وال دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې څخه مننه وکړه چې په ختیځ زون کې راستېدونکو او داخلي بېځایه شوو ته خدمات وړاندې کوي اود UNHCR پراختیایی برنامو په زیاتوالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې "د بشردوستانه برنامو سربیره دا دی. په ختیځو ولایاتو کې د تعلیمي او صحي مراکزو د جوړولو په ساحه کې د پرمختیايي برنامې پلي کول اړین دي ، ترڅو بې ځایه شوي ماشومان او راستنیدونکي وکولی شي دروغتیايي خدمتونو او ښوونیزو برنامو څخه برخمن شي.

 

22

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS