بلخ کې اړمنو کورنيو ته د نغدي مرستو دوېش لړۍ د کډوالو وزير په شتون کې پيل شوه

sadam_morr
Sat, May 01 2021 10:01 PM
______________

په بلخ ولايت کې به ۱۰۰۰ راستنېدونکي او اړمنې کورنۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د نغدي مرستو د پوښښ لاندې ونيول شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وزير نور الرحمن اخلاقي او د بلخ ولايت مرستيال والي غلام فاروق خپلواک له لورې د بلخ ولايت راستنېدونکو او اړمنو کورنيو ته بانکي اوزيرونه ورکړل شو چې په دې سره  په بلخ ولايت کې ذکر شوو کورنيو ته د نغد مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.

دغو کورنيو ته دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د بوديجې له لورې ۱۵۰۰۰ افغانۍ وېشل کېږي او راستنېدونکي او اړمنې کورنۍ به خپلې پيسې د بانکي له لارې د مرکزي بانک څخه ترلاسه کوي.

د بلخ ولايت د ولايتي شورا استازي، مدني ټولنو، رسنيو او دطبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې رياست  استازي به دبېړنۍ کمېټې د غړو په توګه د مرستو دوېش څارنه کوي.

د ويلو ده چې  دنغدي مرستو د وېش د پيل په موخه د برنامو په څنډو کې د بلخ ولايت د کډوالو چارو رياست د غونډو تالار د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي او د بلخ ولايت مرستيال والي غلام فاروق خپلواک له لورې پرانيستل شو او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS