د پالېسۍ او پروګرانونو د پلي کېدو معين په روڼتيا او د قانون حاکميت باندې ټينګار وکړ

anwari_morr
Thu, Apr 08 2021 12:57 PM
__________

د پالېسۍ او پلان جوړونې، د راستنېدونکو او بيايوځای کېدو، د تحقيق او د مسحقينو د پېژندې کنسرسيوم استازو  راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو ته د رسېدو په برخه کې دخپلو کړنو او فعاليتونو په اړه معلومات د کډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو  معين شېر علم امله وال سره شريک کړل.

په دغه ناسته کې د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو معين د راستنېدونکو د وضعيت څرنګوالي، د کډوالۍ په اړه څېړنو، ګټورو برنامو  او راستنېدونکو ته د ځمکې د وېش څرنګوالي په اړه د ذکر شوو  برخو رئيسانو سره خبرې وکړې او د کاري وضعيت ښه والي په خاطر يې اړنده څانګو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په ناسته کې ښاغلي امله وال د قانونو پرحاکميت، روڼتيا او راستنېدونکو او بېځايه شوو ته دخدمتونو پرژمنتيا ټينګار وکړ.

د ويلو ده چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو معين څو موده وړادې د افغانستان اسلامي جمهوريت د ولسمشر په حکم  مقرر شو.

 

Latest news

BACK TO NEWS