دپناه غوښتونکو مرستيال په کابل کې د ډنمارک سفارت دکډوالۍ برخې له رئيس سره وليدل

anwari_morr
Tue, Dec 01 2020 1:41 PM
______________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ  په کابل کې د ډنمارک سفارت د کډوالۍ برخې له رئيس سره د راستنېدونکو د دوامداره ادعام لپاره دواړو لوريو په پلانونو خبرې وکړې.

دپناه غوښتونکو مرستيال د ډنمارک هېواد د څو کلنو همکاريو څخه مننه وکړه په ځانګړي توګه کډوالو ته د لاسرسي،کوربتوب، دوامداره ادعام او د راستنېدونکو لپاره د اسانتياو د برابرولو په برخه کې او په دې برخه کې د ډنمارک هېواد څخه يې د همکاريو غوښتنه وکړه.

هغه زياته کړه، که اړينه ده چې افغان راستنېدونکي د بشري امتيازاتولکه ( کار، ځای، زده کړو او نورو امتيازاتو څخه ) په افغانستان کې په پوره توګه برخمن شي.

په ورته وخت کې د ډنمارک سفارت دکډوالۍ د برخې رئيس په افغانستان کې د راستنېدونکو د دوامداره ادعام په برخه کې د يوشمېر برنامو پلي کېدو خبر ورکړ او له افغانستان سره يې د ډنمارک د ژمنو پر دوام ټينګار وکړ.


 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS