کډوالو وزارت مالي او اداري مرستيال لغمان ته سفر وکړ

anwari_morr
Thu, Nov 12 2020 11:34 AM
_______________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال احمد ولي حکمي د لړم په ۲۱مه د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د بنسټيزو پروژو د ليدو او د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۳۰۵ ګڼه فرمان پر اساس مستحقو کورنيو ته د نمرو دوېش لپاره لغمان ته سفر وکړ.

نوموړي په دې سفر کې د سيمه ييزو چارواکو، والي او ولايتي شورا رئيس سره هم ليدنه وکړه او  د بېځايه شوو او راستنېدونکو کورنيو د وضعيت په اړه يې ورسره خبرې وکړې.

ښاغلي حکمي والي سره د ليدنې پرمهال وويل، په نږدې راتلونکي کې به په دې ولايت کې بنسټيزې پروژې پيل شي او هم به د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۳۰۵ ګڼه فرمان پر اساس مستحقو اړمنو کورنیو ته نمرې ووېشل شي،چې په دې سره به په دغه ولايت کې يادو کورنيو ته اسانتاوې رامنځ ته شي.

Latest news

BACK TO NEWS