هلمند کې بېځايه شوو کورنیوسره نغدي، خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې شوي

anwari_morr
__

 

د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې د هلمند ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۰۵ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي، خوراکي او د غير خوراکي موادو مرستې شوي.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته ربېځايه شوې وې د لړم په ۱۷مه د IRC موسسې له لورې هرې کورنۍ ته ۹۰۰۰ افغانۍ نغدې، د UNICEF موسسې له لورې روغتيايي کڅوړې، د پخلنځي سامان الات، د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې ۱۸۰ کيلو اوړه، ۱۸ کيلو غوړي، ۲۵ کيلو دالنخود، ۲ کيلو مالګه، ۲۲ پاکټه بيسکويټ او د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې هرې کورنۍ ته يوه يوه خېمه مرسته ووېشل شوه.