په کابل کې دناروې سفير دکډوالو وزارت سرپرست او نوماند وزير سره وليدل

sadam_morr
Thu, Oct 22 2020 8:41 AM
_

په کابل کې د ناورې سفير اولی اندريس لندمن د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير نورالرحمن اخلاقي سره وليدل.

په دغه ناسته کې په ناروې هېواد کې د افغان کډوالو د وضعيت، دمديريت په لا همغږۍ او په افغان کډوالو باندې د سولې پرسې اغيزباندې خبرې وشوې.

کډوالو وزارت سرپرس وزير په ناورې کې د مېشتو افغان کډوالو د کوربتوب او پاملرنې له امله دناروې هېواد څخه مننه وکړه او ناروې سره د افغان حکومت  په ګډ هوکړه ليک  د بيا کتنې پردوام، دکډوالو مديريت او د دواړو لوريو ترمنځ دهمغږيو زياتوالي غوښتنه يې وکړه.

ښاغلي اخلاقي د ناروې هېواد څخه غوښتنه وکړه،چې د کډوالو بشري حقونو، وضعيت او په هېواد کې امنيتي وضعيت ته پاملرنه وکړي او د افغان پناه غوښتونکو غوښتنو ته دې په پام کې ونيول شي. هغه په هېواد کې د سولې د راتلو او نه راتلو په صورت کې دخپلې ادارې وړاندوينې او چمتوالی خبر ورکړ ويې ويل،د سولې راتګ د کډوالو او داخلي بېځايه شوو لپاره ښه راتلونکي کيدای شي.د سولې نه راتګ او بېرته راستنېدونکو ته نه لاسرسی کولی شي اروپا ته د کډوالو لپاره يو بل بحران رامنځته کړي، چې د نړيوالې ټولنې جدي پاملرنې ته اړتيا لري.

په ورته وخت کې په هېواد کې د ناروې سفير خبر ورکړ، چې هېواد به يې د ژنوا په ناسته کې د افغانستان دملاتړ کوونکو هېوادونو په توګه خپل ژمنې اعلان کړي او په افغانستان کې به دسولې لپاره کار ته دوام ورکړي. هغه يادونه وکړه چې د ناروې حکومت ژمن دی چې بېرته راستنېدونکو ته خدمات وړاندې کړي.

دغه ناسته په داسې حال کې وشوه چې په دې هېواد کې  شاوخوا ۱۶ زره افغان کډوالو مېشت دي.

 

 

Latest news

BACK TO NEWS