کډوالو وزارت او دکډوالۍ دپالېسۍ پراختيا نړيوال مرکز په وزارت کې د وړتيا پر لوړولو کار کوي

sadam_morr
Sun, Oct 18 2020 8:51 AM
آی. سی. ام. پی. دی

 

په هغه ليدنه کې چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير نور رحمن اخلاقي دکډوالۍ د پالېسۍ د پراختيا نړيوال مرکز (ICMPD) دفتر له رئيس ماتاين پلوم سره يې درلوده په وزارت کې يې د وړتيا پر لوړولو خبرې وکړې.

په دغه ليدنه کې چې د وږي په ۲۶مه په وزارت کې ترسره شوه سرپرست وزير د ( ای، سي، ام.، پي، ډي) له همکاريو څخه يې مننه وکړه او په افغانستان کې يې ظرفيت لوړول يو د ادارو دمهمو اړتياوڅخه يې ياد کړاو دمقابل لوري يې غوښتنه وکړه،چې کارکوونکي دې بهر ته واستوي او په داخل د وزارت کې دې دکډوالۍ روزنې لپاره ځانګړی مرکز رامنځ ته کړي.

په ورته وخت کې ښاغلي اخلاقي دکډوالۍ دپراخې پالېسې نهايي کولو دکار پيل اعلان کړ او د ياد دفتر څخه يې دبيا کتنې غوښتنه وکړه.

 ښاغلي پلوم په غوښتل شوو برخوکې د همکاريو اعلانولو پرمهال د کډوالو دځانګړي تخصصي مرکز په لاره اچولو لپاره د کډالو وزارت د پلان هرکلی وکړ او ژمنه يې وکړه چې په ترکيه او IPMCD کې به د  ورته تجربو په کارولوسره په دې برخه کې همکاري وکړي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS