کندز کې له ۱۰۰۰ زياتې نوې کورنۍ په نښه شوې
د کندز ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ د وږي د ۷مې نېټې څخه تر ۹مې نېټې پورې ۱۱۵۰نوې بېځايه شوې کورنۍ سروې او په نښه کړې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله خان اباد او امام صاحب ولسواليوڅخه امن سيموته کډه شوې وې د ۱۷ ټيمونو ګډو ټيمونو له لورې دهمکارو موسسو سره په کندز ښارکې په نښه شوې.
د يادو کورنيو نه يې زياتو په ازاده فضاه کې ژوند کوي او خوراکي او غير خوراکي موادو ته ډېر ضرورت لري او د ۳ ورځو په تېرېدو سره يې ۵۰۰ کورنيوسره د دوو مياشتو لپاره دخوراکي موادو مرستې شوي.
په تېرو دريو شپوکې په پرلپسی ډول د امام صاحب ولسوالۍ ۳۵۰ بېځايه شوو کورنيو ته خوراکي مواد او پاکې اوبه د طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې له لورې وېشل شوي.



