سرپل کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

anwari_morr
54


د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د سرپل ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۲ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو  مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د صياد ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د زمري په ۲۹مه هرې کورنۍ ته ۱۸۴ کيلو اوړه ۲۵ کيلو دالنخود، دوه کيلو بيسکويټ او درې کيلومالګه مرسته ووېشل شوه.