کندز کې د ۳۶ څاګانو دکيندلو کار پيل شو

anwari_morr
د ORD موسسې له لورې د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR په مالي مرسته دکندز ولايت دکډالو چارو رياست په همغږۍ د ۳۶ نيمه ژورو څاګانو دکيندلو کار د امام صاحب ولسوالۍ په شېرخان بندر کې شروع شو. ددغو څاګانو په کيندلوسره به په ذکر شوو سيموکې له ۷۰۰ زياتې راستنېدونکي او بېځايه شوې کورنۍ د پاکو اوبو د څښاک څخه برخمنې شي.